د افغانستان حکومت له روسیې د پوځي همکارۍ غوښتنه کړې

د افغانستان حکومت له روسیې د پوځي همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد اشرف حیدري چې په مسکو کې د افغانستان په اړه په وروستي کنفرانس کې د افغانستان د پلاوي مشري کوله، پرون یکشنبه د روسیې خبري اژانس تاس ته ویلي چې له روسي چارواکو یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیز او تعلیم لپاره پر همکارۍ غور وکړي.

د ښاغلي حیدري په وینا، افغانستان په دې برخه کې د روسیې ځواب ته سترګې په لار دی.

هغه تاس ته ویلي چې د افغانستان پوځ لاهم له روسي هليکوپټرو کار اخلي او له روسیې یې غوښتنه کړې چې د دې هليکوپټرو په ترمیم کې مرسته وکړي.