د پروان د جبل‌السراج لسګونه اوسېدونکو سوله‌ییزه مظاهره وکړه

د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو پرون یکشنبه سوله‌ییزه مظاهره وکړه.

هغوی سیمه کې د غیر مسئوله کسانو له لوري د یوه ځوانکي د قتل پر ضد په‎دې مظاهره کې د حکومت د مشرانو پر ضد شعارونه ورکړل او سیمه‌ییزه اداره‌يې په "بې‌کفایتۍ" تورنه کړه.

د مظاهرې یوه ګډون‎کوونکي ازادي راډیو ته وویل:

"نن‌یې زموږ دا ورور راوژلی، تېر کال هم ورته پېښه وشوه خو هېڅ‎چا یې پوښتنه ونه‎کړه. زموږ داسې ۱۴ ځوانان همداسې د خپلو کورونو مخې ته ووژل شول."

په جبل‌السراج کې پرونیو مظاهره‌کوونکو ادعا کوله چې په پروان کې غیر مسئولې وسله‎والې ډلې فعالیت لري، قتلونه او غلاوې کوي خو حکومتي چارواکي یې د مخنیوي لپاره کار نه‎کوي.

د جبل‌السراج مظاره‎چیانو ویل چې په وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه د غیر مسئوله وسله‌والو کسانو له لوري وژل شوي دي.

خو پروان کې چارواکي وايي چې دوی د خپلې دندې په ترسره کولو کې غفلت نه‎دی کړی.

مظاهره‎چیانوپرون د جبل‌السراج لاره هم بنده کړې وه.