د امریکا مرستیال ولسمشر جنوبي کوریا ته ورسېد

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال مايک پنس د اسيا پسفيک حوزې ته د خپل لس ورځني سفر په لړ کې نن جنوبي کوريا ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوريا د رژيم اټمي او د ميزايلو پروګرامونو کړکېچ ولاړ کړى دى.

پنس نن د جنوبي کوريا پلازمېنې سيول ته په داسې حال کې ورسېد چې څو ساعته مخکې يې جنوبي کوريا او امريکا وويل چې د شمالي کوريا د ميزايلو توغول ناکام شول.

دا ستره ناکامي په داسې حال کې پېښېږي چې د امريکا الوتکه-وړونکې کښتۍ د کوريا ټاپووزمې خوا ته روانه ده.

ښاغلي پنس په جنوبي کوريا کې دېره امريکايي پوځيانو ته د عيسويانو د ايستر جشن په مناسبت په وينا کې وويل:

"د شمالي کوريا له‌خوا د نن سهار پاروونکى اقدام د هغو خطرونو اخري خبردارى دى چې د جنوبي کوريا د خلکو د ازادۍ او د نړۍ په دې برخه کې د امريکا د دفاع په لار کې تاسې هره ورځ ورسره مخامخ ياست."

خو پوځي چارواکو ويلي امريکا په پام کې نه‌لري چې د شمالي کوريا د اټمي ازموينې يا د ميزايلو توغولو په ځواب کې د دغه هېواد په وړاندې پوځي قوت وکاروي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ شمالي کوريا يوه ستونزه بللې وه چې د ده په وينا حل ته اړتيا لري.