د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار د افغان حکومت له مشرانو سره د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه، سيمهييزو او نورو مسايلو خبرې وکړې.
مکمسټر نن سهار کابل ته ورسېد.
د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينهپال وويل چې له ولسمشر سره د امريکا د ملي امنيت سلاکار خبرې ګټورې وې.
جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې د ولسمشر له قوله ليکلي چې له ښاغلي مسټر سرهيې په کتنه کې ويلي، ترورېزم د سيمې امن او ثبات ته جدي خطر دى.
محمد اشرف غني ويلي، که د دې ستونزې حل ته پر وخت اقدام ونهشي، د راتلونکو پنځو نسلونو پر ژوند به منفي اغېز وکړي.
اجرائيه رياست هم په يوه اعلاميه کې ويلي چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې افغان حکومت د امريکا باوري شريک بللى.
د اعلاميې پر اساس دغه امريکايي مقام ويلي چې واشنګټن به د ترورېزم او اداري فساد په وړاندې د مبارزې، اصلاحاتو او نورو برخو کې له کابل سره همکارۍ ته ادامه ورکړي.