د هرات د ولايتي شورا رئيس ځان پوليسو ته تسليم کړ

د هرات د ولايتي شورا رئيس ځان نن يکشنبه پوليسو ته تسليم کړ.

کامران عليزي د هرات په امنيه قوماندانۍ کې رسنيو ته وويل چې د افغانستان د قوانينو تابع دى.

دی زیاتوي:

"موږ د قانون تابع يو، وو او يو به، شخصاً د ولسمشر درناوى تر قانون لوړ دى، واقعاً په اوله محکمه زموږ په حق کې ظلم شوى، د دوهمې او درېيمې محکمې غوښتونکي يو."

په کابل کې د اداري فساد د درنو جرمونو د څېړنې ابتدائيه محکمې تقريباً مياشت مخکې ښاغلى عليزى له وظيفوي صلاحيتونو په ناوړه استفادې تورن کړى او په غياب کې يې دوو کلونو او شپږو مياشتو بند محکوم کړى دى.

د دغه حکم پر خلاف د عليزي پلويانو مظاهرې او اعتراضونه کړي وو.