مشرانو جرګه: انګور اډه کې دې د پاکستان له‌خوا تأسیسات بند شي

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي چې د پکتیکا په انګور اډه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د تأسیساتو د جوړېدو مخه ونیسي.

د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار چې نن‌یې د جرګې مشري کوله وویل هغه پوستې چې د افغانستان له همغږي پرته د ډیورند کرښې په اوږدو کې جوړېږي له‌منځه به یوړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې غړو په عمومي غونډه کې ویلي چې پاکستاني پوځیان د انګور اډې په سیمه کې د ډیورند کرښې په صفري نقطه کې امنیتي پوستې جوړوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، که دا ستونزه له ډیپلوماتیکو لارو حل نه‌شوه، نو افغان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.