د افغانستان اجرائیه ریاست د زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې تائیدوي او ټینګار کوي چې پر پاکستان باید فشار راوړل شي چې د ترورېزم ځالې لهمنځه یوسي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم نن ازادي راډيو ته وویل له ترورېستانو ملاتړ د هیڅ هېواد په ګټه نهدی او پاکستان باید نور دې کار ته ادامه ورنهکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې پاکستان د افغانستان د ستونزو مور بللې ده.
ده دغهشان ویلي، پاکستان د افغانستان د جګړې له دوام سره مرسته کوي او ترورېستانو ته اجازه ورکوي چې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد وجنګېږي.