د افغان چارواکو او مک‌مسټر د خبرو اصلي تمرکز پر څه و؟

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی او د افغان چارواکو سره‌يې ليدلي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک‌مسټر له افغان چارواکو سره د امنیت، ترورېزم سره پر مبارزه او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزه همکارۍ پر پراخوالي خبرې وکړې.

دواخان مینه پال.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د امنیت په اړه، له ترورېزم سره مبارزه، سیمه‌ییز مسایل، اقتصاد او د دواړو هېوادونو اړیکې هغه موضوعات وو چې بحث پرې وشو."

افغان دولت د یکشنبې په ورځ تائيد کړه چې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی دی.

د ښاغلي مینه‌پال په وینا مک‌مسټر لومړی له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره وکتل او وروسته‌يې په یوه ډله‌ییزه ناسته کې له افغان ولسمشر، اجرائيه رئیس او د کابینې له یو شمېر غړو سره وکتل.

مسټر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې درې ورځې وړاندې د امریکا پوځیانو د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په مرکزونو تر ټولو ستر غیر هستوي بم وغورځاوه.

د راپورونو پر بنسټ په دې بمي برید کې د داعش ډلې نېږدې ۱۰۰ تنه وژل شوي او څو سمڅې یې هم به بشپړ ډول له‌منځه وړل شوې دي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د یکشنبې په ورځ په‌خپله عمومي ناسته کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار د سفر په ترڅ کې د ترورېزم په وړاندې د امریکا د همکارۍ د پراخوالي تمه وښوده.

خو د افغانستان دفاع وزارت له دې سفره کومې غوښتنې لري؟

مراد علي مراد.

د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې په دې اړه داسې وویل:

"موږ د امریکا له لوړ رتبه پلاوي چې کابل ته راغلی تمه لرو، دوی به د دواړو هېوادونو د امنیتي تړون له مخې په افغانستان کې د لاسوهنو او په دغه هېواد کې د ترورېستي ‌‌ډلو په اړه رښتینی انځور وړاندې کړي او د دغه تړون سره سم به هر څوک خپله دنده ترسره کړي."

افغان کارپوهان بیا دې سفر ته له بلې زاويې ګوري.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوه مهدي منادي په دې اړه وايي:

"کولای شو چې دا سفر د اغېزمنتیا او د امریکا، افغانستان او جنوبي اسیا د هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې تعریف کړو، په داسې شرایطو کې چې روسیه د مسکو کنفرانس جوړوي او د دې کنفرانس له لارې د سیمه‌ییز نفوذ د پیدا کېدو هڅه کوي، نو ښکاري چې امریکا هم هڅه کوي چې خپله سیالي ښه او له دې لارې په جنوبي اسیا کې خپل نفوذ پیاوړی کړي."

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مک‌مسټر به تر افغانستان وروسته پاکستان او هندوستان ته هم سفرونه وکړي.

په امریکا کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو لوړ رتبه چارواکی افغانستان ته سفر کوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام