سوريه کې د پرونۍ بمي حملې د وژل شويو شمېر ١١٢ تنو ته ورسېد

په سوريه کې پر بس موټرونو د بمي حملې له کبله د وژل شويو شمېر ١١٢ تنو ته ورسېد.

دا خبره د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې نن وکړه.

په دغو بسونو کې د دولت تر ولکې لاندې دوو ښارونو څخه د سوريې وګړي لېږدول کېدل.

دغه څارونکې ډله وايي ٩٨ کسان چې له شمالي ښارګوټو په راوتو وو، هغه وخت ووژل شول چې په چاودېدونکو موادو ډک موټر پرون د حلب په لوېديځ کې د دوى له بسونو سره وجنګول شو.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې په وينا پاتې وژل شوي کسان خيريه کارکوونکي او هغه ګمارل شوي ياغيان دي چې د بسونو ساتنه او څارنه‌يې کوله.

په دغو بسونو کې زرګونه هغه شيعه‌ګان انتقالېدل چې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

دوى د حلب هغو کليو ته لېږدول کېدل چې د دولتي ځواکونو او د ياغي ډلو د جګړې اولې کرښې ته څېرمه پراته دي.