د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکمسټر د افغانستان له ولسمشر او نورو جګپوړو افغان چارواکو سره وکتل.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل دواړو لورو د افغانستان پر امنیت، له ترورېزم سره پر مبارزې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
دی زیاتوي:
"تر ډېره مجلس د افغانستان پر امنیت، له ترورېزم سره پر مبارزه، د سیمې پر مسایلو، د اقتصاد پر پراختیا او همدارنګه د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو راڅرخېده."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ ویلي و چې ښاغلي مسټر افغانستان ته استوي، څو له افغان همکارانو او د ناټو له متحدانو سره د افغانستان د پرمختګ څرنګوالی وڅېړي.