د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې ځیني کسان د عوایدو په نوم له سوداګرو څخه غیر قانوني پیسې اخلي.
د دغې خونې مشر نصیر احمد عالمیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پکتیا ښاروالۍ ریاست د عوایدو د راټولو مسؤلیت په غیر قانوني ډول خصوصي سکټور ته سپارلی دی.
عالمیار وایي چې سوداګرو ته له دې درکه زیان اوښتی او هم ځیني سوداګرو وهل شوي دي.
د ده په خبره له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا ستونزه روانه ده.
نوموړی وايي چې دغه ستونزهیې له مرکز سره شریکه کړې او ژمنه ورکړل شوې چې د چهارشنبې تر ورځې پورې به یاده ستونزه هواره شي.