د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړ ولسوالې کې دوه ښځې او درې وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار شااوخو ۶ بجې د یادې ولسوالۍ د میرازا په سیمه کې وسلهوالو طالبانو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهالیې ۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه چې د یادې نښتې پر مهال یو محلي پولیس هم سطحي ټپي شوی دی.
امرخېل همدارنګه وویل چې تر یادې نښتې وروسته وسلهوالو طالبانو پر یادو امنیتي پوستو هاوانونه غورځولي چې یو هاوان د یادي ولسوالۍ په غونډ کلي کې پر یوه کور لګېدلی چې پر مهاليې دوه ښځې وژل شوي او دوه ښځې او یو ماشوم ټپي شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.