احمدزی: کابل ته د پاکستان د پلاوي راتګ مهم او ګټور دی

د افغانستان ولسي جرګه کابل ته د پاکستان د پارلمان د پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو په راکمولو کې مهم او ګټور بولي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن ازادي راډيو ته وویل چې ممکن پاکستان درک کړې وي چې د افغانستان په اړه پالېسي یې ناسمه ده او بدلون په‌کې راولي.

ښاغلی احمدزی زیاتوي:

"موږ به هڅه وکړو کومې ستونزې چې موجودې دي، له هغوی سره مخامخ شریکې کړو، دوی به هم په خپل حکومت فشار راوړي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ شته ستونزو ته د حل یوه لاره پیدا شي."

ښاغلی احمدزی زیاتوي باید د افغانستان او پاکستان تر منځ موجوده ستونزو ته د حل یو مناسبه لار ولټول شي او افغانستان له ګاونډیو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی.

ټاکل شوې چې د پاکستان د پارلمان یو پلاوی چې ویل کېږي د بېلابېلو ګوندونو استازي به په‌کې غړیتوب ولري د روانې میلادي میاشتې تر پایه افغانستان ته سفر وکړي.