د امریکا ملي امنیت سلاکار افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک‌مسټر دا مهال په ارګ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په خبرو اترو بوخت دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل د امریکا د ملي امنیت سلاکار له دې وړاندې له افغان سیال حنیف اتمر سره هم کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ ویلي و چې ښاغلی مسټر افغانستان ته استوي، څو له افغان همکارانو او د ناټو له متحدانو سره د افغانستان د پرمختګ څرنګوالی وڅېړي.