ترکمنستان کې تر ۲۰۲۵ مه د تنباکو استعمال یو مخ پای ته رسېږي

د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمدوف د خپل هغه پلان عملي کېدو ته زور ورکړی چې پر اساس‌یې په دغه هېواد کې تر ۲۰۲۵ پورې د تنباکو استعمال یو مخ پای ته رسېږي.

دولتي ورځپاڼې نیترالني ترکمنستان په پرونۍ ګڼه کې لیکلي، ولسمشر یو پروګرام لاسلیک کړ چې پر اساس‌یې په پنځو کلونو کې د ده امر اجرا کېږي.

د پروګرام نور جزئیات نه‌دي څرګند شوي.

د ترکمنستان ولسمشر په ۲۰۱۳ میلادي کال د اپرېل په میاشتو کې په دولتي پلورنځیو کې د سګرېټو پر پلورلو بندیز ولګاوه.