په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره تر ۱۶۰۰ زیاتو کسانو ځانونه نومولي دي.
په دغه هېواد کې پرون شنبه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نومونو رسمي ثبت پای ته ورسېد.
د هغو کسانو په منځ کې چې په وروستیو شېبو کې یې د سږ کال د مې د ۱۹مې نېټې د انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړ، یو هم د تهران ښاروال ۵۵ کلن محمد باقر قالیباف و.
د ولسمشر لومړی مرستیال ۶۰ کلن اسحاق جهانګیري هم په وروستیو کسانو کې و چې د جمعې په ورځیې د کورنیو چارو په وزارت کې خپل نوم ثبت کړ.
نوموړی ولسمشر حسن روحاني ته نېږدې کس ګڼل کېږي.
د چارو کتونکي وايي، که د حسن روحاني کاندیداتوري د نګهبان شورا له لوري رد شوه، جهانګیري کېدای شي د اصلاح غوښتونکو غښتلی کاندید وي.
جهانګیري خبریالانو ته وویل چې له روحاني سره څنګ په څنګ ولاړ دی.