چارواکي: د ننګرهار اچین کې د داعش ډلې ۲ انتحاریان وژل شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د اچین ولسوالۍ باندر سیمه کې د داعش ډلې اړوند دوه تنه ځانمرګي بریدګر چې په یو عراده ډاټسن موټر کې یې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقي‌وال وايي دغو بریدګرو پلان درلود چې د اچین ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید وکړي.

نوموړی وايي، په ترسره شوي هوایي برید کې ملکي وکړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.