د سوریې دولتي رسنۍ وايي چې پرون شنبه په حلب کې ۳۹ تنه په انتحاري حمله کې ووژل شول.
حمله هغو بسونو ته نېږدې وشوه چې په حلب کې د وسلهوالو تر محاصرې لاندې سیمو څخهیې خلک نسبتاً امن سیمو ته لېږدول.
خو د سوريې د بشري حقونو د څارنې ډلې له لندنه په بیان کې ویلي چې د مړو شمېر تر ۴۳ زیات دی.
په دې بسونو کې هغه زرګونه شیعهګان لېږدول کېدل چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.
په هغو عکسونو کې چې پرون د سوریې دولتي مطبوعاتو د پېښې له ځایه خپاره کړل، لیدل کېږي چې هر لور ته جسدونه پراته دي او پر موټرو اورونه بل دي.