پاکستان د مشال خان وژلو په تور ۸ تنه مجرم پېژندلي

د پاکستان د یوې محکمې چارواکو پرون شنبه وویل چې ۸ تنه د عبدالولي خان په پوهنتون کې د ژورنالیزم د یوه محصل مشال خان په وژلو او ترورېستي اعمالو د ترسره کولو په تور متهم وپېژندل شول.

په مردان کې د دې پوهنتون یو شمېر محصلانو د تېرې پنجشنبې په ورځ، ۲۳ کلن محصل مشال خان اسلام ته د سپکاوي په تور وواهه او هغه‌یې وواژه.

د مردان څارنوال رفیع‌الله خان ویلي چې اته تنه پرون په سیمه کې په ترورېزم د تورنو کسانو محکمې ته ودرول شول.

خان ویلي چې د پېښې په تړاو پرون هم څلور تنه نیول شوي دي.

مشال خان د جمعې په ورځ، په خپله سیمه سوابۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون غوښتنه کړې چې په دې پېښه کې ټول دخیل کسان عدالت ته راوستل شي.