د افغانستان او هندستان ترمنځ د مجرمینو د بېرته سپارلو هوکړه لیک نن د ولسي جرګې لخوا تصویب شو.
دغه هوکړه لیک ۲۲ مادې لري.
د مجرمینو د استرداد «بېرته سپارنې» دا هوکړه لیک هند ته د افغان ولسمشر د سفر پرمهال د ولسمشر غني او د هغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودې ترمنځ لاسلیک شوی و.
افغان حکومت له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم ورته تړونونه لاسلیک کړې دي.