د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسیې په کوربه توب د افغانستان، پاکستان، چین، هند او منځنۍ اسیا د هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې روسیې وړاندیز وکړ چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته سهولت برابرولی شي.
خو روسیه ريښتیا له دا ډول غونډو څه غواړي؟
ایا افغان حکومت او طالبان به د روسیې منځګړیتوب د سولې خبرو ته چمتو شي؟
ایا روسیه په ریښتیا افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره لېوالیتا لري؟
دا او نورې پوښتنې اجمل اند له افغان ورځپاڼه لیکونکي او سیاسي فعال اباسین بریال څخه کړي.
دا چې له دا ډول غونډو د روسانو هدف څه دي؟ اباسین بریال یې په اړه وايي؟
Your browser doesn’t support HTML5