شمالي کوریا د شنبې په ورځ په یوه پوځي پریډ کې خپل قاره ویشتونکې توغندي او نور وپوځي وسایل نندارې ته وړاندې کړل.
دا پوځي پرید د شمالي کوریا د پخواني مشر کیم ایل سونګ د زوکړې د یو سل او پینځمې کالیزې په مناسبت ترسره شو.
شمالي کوریا ګواښ کړی چې خپلو دښمنانو ته به په اټمي وسلو ځواب ووايي.
کیم ایل سونګ د شمالي کوریا د اوسني ولسمشر کیم جونګ اوون نیکه و.
د شمالي کوریا دې پوځي پریډ د شپږم اټمي ازمیښتاو یا د یوه مهم توغندي د تجربې لپاره د دې هېواد د احتمالي چمتوالي په اړه اندېښنې پورته کړي دي.
د شمالي کوریا دولتي تلوېزیون هغه مناظر ښکاره کړل چې په کې د دې هېواد ولسمشر کیم جونګ اون د پیونک یونګ د کیم ایل سونګ په میدان کې د زرګونو سرتېرو او ملکي افرادو په حضور کې له رسمې ګزشت کتنه کوي.
دولتي تلوېزیون ددې پوځي پرید په ترڅ کې صفر اته ډوله قاره ویشتونکي توغندي هم ښکاره کړل.
د پوځي چارو کارپوهان وايي، دا توغندي ښايي د امریکا په شان لرې اهداف په نښه کولی شي.
د شمالي کوریا جنګي الوتکو هم د پیونګ یونګ په دې پوځي پرید کې برخه واخسته.
د شمالي کوریا مشر دې پوځي پریډ ته وینا ونه کړه خو د دې هېواد دوهم لوړ رتبه چارواکي چویو رای اونګ وویل شمالي کوریا د امریکا د هر ډول ګواښ ځوابولو ته چمتو دی.
نوموړي د امریکا ولسمشر تورن کړ چې په وینا يې د کوریا ټاپو ته د پوځي تجهیزاتو په استولو سره په سیمه کې جنګي وضیعت رامنځته کېدو ته لمن وهلې ده.
د متحده ایالاتو ولسمشر په دې وروستیو کې وویل چې یوه جنګي الوتکې وړونکې بېړۍ چې هغه ارمادا وبلله،د کوریا اوبو ته استولې ده.
امریکا د جمعې په ورځ وویل پر شمالي کوریا د برید پر ځای د چین په همکارۍ د دې هېواد د ولسمشر کیم جونګ اوون د رژیم د نسکورولو هڅه کوي.
چین په سیمه کې د شمالي کوریا یوازینی متحد دی.