موسوي: کندز کې پیل شویو عملیاتو کې۱۰ وسله وال وژل شوی

په کندز کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف په پیل شوو تصفیوي عملیاتو کې۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي نن له رسینو سره په خبرو کې وویل، دغه عملیات چې تېره ورځ پیل شوي په ترڅ کې یې درې لوی کلي له وسله والو مخالفینو څخه تصفیه شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، هغه سیمې چې د وسله والو طالبانو له شتون پاکې شوي، هلته د ډاډمن امنیت په خاطر امنیتي پوستې جوړېږي.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.