د هملند ناوې ولسوالۍ کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې په هغو پوځي عملياتو کې چې د پنجشنبې په ورځ پيل شوي، تر اوسه د دولت ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې بهرني ځواکونه هم ونډه لري:

«اته وسله وال مخالفین وژل شوي، ۴ تنه يې ټپيان دي، افغان قواوو شپږ کېلومتره پرمختګ کړى، هلته د پوستو په ايجاد اخته دي، بهرني ځواکونه يې هم ملتيا کوي.»

د والي وياند وايي د عملياتو په لړ کې څلور افغان پوځيان ټپيان او يو تن وژل شوى دى.

تر دې مخکې د هلمند په نورو ولسواليو کې هم د پوځي عملياتو د ترسره کېدو خبر ورکړل شوى دى.

وسله والو طالبانو تردامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.