د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د ولسمشر بشارالاسد هغه ادعاوې رد کړې چې د ده پر ځواکونو د تېرې اوونۍ د کیمیاوي وسلې د کارولو تورونه یې سل په سلو کې له ځانه جوړ شوي بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې په ځواب کې پر دمشق او متحد یې مسکو دواړو د حقیقت د پټولو له کبله انتقاد کړی.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد د فرانسې خبري اژانس سره په یو مرکه چې پرون خپره شوه ویلي چې دده حکومت د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو زیرمې سپارلي دي.
نوموړې د فرانسې خبري اژانس ته وویل:
"د کیمیاوي وسلو د کارولو هېڅ ډول امر نه دی شوی، موږ کیمیاوي وسلې نه لرو او د کیمیاوي وسلو خپلې ټولې زیرمې مو څو کاله مخکې سپارلي دي."
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر دا اسد دا څرګندونې د دې برید په اړه د ذهنیتونو ګډوډول او درواغ بللي دي.