ازبکستان: اکلیوف په اړه سویډن سره معلومات شریک شوي شوی وو

ازبکستان وايي، امنیتي ادارې یې د رحمت اکلیوف په اړه چې په ستاکهولم کې یې تېره اوونۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې موټر وروست، تر دې خونړي برید مخکې له سویډني چارواکو سره معلومات شریک کړي وو.

۳۹ کلن اکیلوف چې د ازبکستان تبعه دی، دا مهال د ستاکهولم د ګڼې ګوڼې په یوه کوڅه پر خلکو په قصدي توګه د موټر خېژولو په تور توقیف کې دی. په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي وو.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د جمعې ورځ وویل، اکیلوف وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له ازبکستانه ووت او سویډن کې مېشت شو، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له خوا جذب شو.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل، هغه معلومات چې له دوی سره دي ښيي چې نوموړی په فعاله توګه پر خپلو هېوادوالو ټینګار کاوه چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې په پلوۍ د جګړې لپاره سوریې ته ولاړ شوي او د دې کار لپاره یې له انلاین پیغامونو کار اخېست.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف زیاته کړه، د اکیلوف د جرمي فعالیتونه په اړه د ازبکستان امنیتي ادارې د ستاکهولم تر برید مخکې خپل یو لویدیځ همکار ته د دې لپاره معلومات ورکړي وو چې سویډنی لوری د دې مشکوک کس د فعالیتونو په اړه خبر و اوسي.