د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا CIA پر ویکي لیکس او د هغه پر موسس سخت انتقاد کړی او وايي، ویکي لیکس دښمن استخباراتي سازمان دی چې د روسیې د پوځي استخباراتو له خوا د امریکا انتخاباتو کې د لاسوهنې لپاره کار ترې اخېستل شوی.
مایک پومپیو دا څرګندونې پرون په واشنګټن کې د سټراټیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې وکړې.
پومپیو د ویکي لیکس پر موسس جولیان اسانژ د امریکا د کانګرس د زیات شمېر غړو او سیاستوالو د انتقادونو په دوام دا څرګندونې کوي.
ویکي لیکس د امریکا په وروستیو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې هیلري کلېنټن د انتخاباتي کمپاین د رئیس په ګډون د دې ګوند د یو شمېر چارواکو ایمیلونه افشا کړل.
د امریکا استخباراتي ادارې وايي چې د ایمیلونو د هک کولو د دې لړۍ هدف د کلېنټن د انتخاباتي کمپاین زیانمنول او د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ بریالي کول و.