قهرجنو کسانو د پاکستان په شمال کې یو محصل وواژه

قهرجنو کسانو پرون د پاکستان په شمال کې یو محصل وواژه. پولیس وايي محمد مشعل په ټولنیزو شبکو کې د لیکنو له کبله چې د کفر ویلو تور پرې لګول شوی و، د مردان ښار د عبدالولي خان په پوهنتون کې د یوې ډلې کسانو له خوا ووژل شو.

د دې پېښې له جریانه په اخیستل شويو ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې ۲۲ کلن مشعل پر ځمکه پروت دی او د یو شمېر کسانو له خوا چې لرګي یې په لاسونو کې دي وهل کېږي.

پولیس وايي چې لږ تر لږه لس تنه مشکوک کسان یې د دې قضیې په تړاو نیولي دي.

رسمي ارقام ښيي چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې تردې دمه لږ تر لږه ۶۵ کسان د کفر ویلو په تور په پاکستان کې وژل شوي دي.

د پاکستان په قوانینو کې کفر ویل جرم ګڼل کېږي او مجرمینو ته یې ښايي تر اعدام پورې سزا ورکول کیدای شي.