د شفافیت نړیوال سازمان وايي، افغانستان باید د فساد پر ضد د مبارزې په ګڼو ادارو کې اصلاحات راولي.
دا سازمان وايي دا ادارې چې نه یې ترمنځ همغږي شته او نه د اغېزمن کار لپاره خپلواکي لري باید سره مدغمې شي.
د شفافیت د نړیوال سازمان د جنوبي آسیا د برخې سلاکارې الهام محمد ازادي راډیو ته وویل، د دې ستونزې د حل لپاره یې د افغانستان حکومت ته درې طرحې وړاندې کړي چې د ټولو ادارو پرځای د یوې واحدې ادارې جوړول د درې واړو طرحو په سر کې دي:
"هغه نهه ادارې چې دنده یې د فساد پرضد مبارزه ده، زموږ د څېړنې له مخې باید سره مدغمې شي او د دوی ادغام باید د ټولو نهو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر بنسټ وي."
د مېرمن محمد په وینا دوهم وړاندیز د نهو ادارو پرځای د دوو پیاوړو ادارو جوړول دي او که دا هم نه منل کېږي نو ټولې ادارې پرخپل حال پاتې کیدای شي خو ترمنځ یې باید همغږي راشي او د یو بل په چارو کې دې لاسوهنې نه کوي.