ټونر: واشنګټن د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن مسکو کې د افغانستان په اړه په ننني کانفرانس کې ګډون نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر پرون وویل، دوی په دې سیمه ییزه غونډه کې برخه نه اخلي.

مارک ټونر وویل دا نه د روښانه چې مسکو کې د دې غونډې هدف څه دی؟

د نوموړي په خبره داسې ښکاري چې روسيه په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره یو اړخېزه هڅې کوي.

خو نوموړي وویل، امریکا له روسيې او د سیمې له نورو مهمو هېوادونو سره د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګ په خاطر د ګډ کار پلان لري.

اخوا نن مسکو کې روسيې، چینايې او پاکستاني ډیپلوماټان د افغانستان د سولې د پروسې او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو په اړه خبرې او سلا مشورې پیلوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی هم په دې غونډه کې ګډون لري.