روسي پولیسو د مشهور ویډیويې بلاګر "مالتسیف" په کور چاپه ووهله

روسي پولیسو د پنجشنبې په ورځ د مشهور ویډیويې بلاګر ویچیسلاف مالتسیف په کور چاپه ووهله او نوموړی يې له نیولو وروسته د تحقیقاتو لپاره مسکو ته انتقال کړ.

والتسیف چې د تېرکال په انتخاباتو کې د پارلمان لپاره کاندید و هغه شېبه په ویډیو لایف ښودله کله چې پولیسو دده د اپارتمان دروازه ټکوله.

د دغه ۵۲ کلن روسي بلاګر ویډیوګانې په ورځني ډول سل زره کتونکي لري.

د روسي د حکومت مخالفې سیاسي ډلې پارناس چې والتسیف ترې د تېرکال پارلماني انتخاباتو ته کاندید و، په یوه بیان کې ویلي چې مسکو ته له روانېدو دمخه الوتکې ته د ورښتو پر مهال پر ویچیسلاف مالتسیف د زړه حمله راغلې ده.

روسي چارواکي له بلاګر مالتسیفه پر پولیسو د هغې برید په اړه تحقیقات کوي چې تېره میاشت په مسکو کې د حکومت ضد مظاهرې پر مهال شوی و.