د سوریې ولسمشر وايي چې د ده حکومت د خپلو کیمیاوي وسلو زیرمې ډېر کلونه مخکې تسلیم کړي او اوس کیمیاوي وسلې نهلري.
د بشارالاسد اشاره په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ده هغه اقدام ته وه چې د روسیې په منځګړتوب یې نېژدې ۱۰۰ ټنه کیمیاوي، زهري مواد د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان ته وسپارل.
اسد چې پرون له فرانس پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې خبرې کولې وویل، د ده حکومت به هېڅکله له دې ډول وسلو څخه کار وانهخلي.
نوموړي زیاته کړه:
"د هېڅ حملې امر نهدی ورکړل شوی. موږ کیمیاوي وسلې نهلرو. موږ خپلې د کیمیاوي وسلو زېرمې څو کاله مخکې تسلیم کړي خو ان که مو لرلای هم کار مو نه ترې اخېست او هېڅکله مو په ټول تاریخ کې له کیمیاوي وسلو کار نهدی اخېستی."
د امریکا متحد ایالات او متحدان یې تور لګوي چې د سوریې پوځ لس ورځې مخکې په ادلب ولایت کې د کیمیاوي وسلو په یوه حمله کې له ۸۰ زیات ملکي وګړي وژلي دي.
د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې پرون په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د ادلب حمله د اسد رژیم کړې ده.
مېرمې مې زیاته کړه:
"د کیمیاوي وسلو د حملې په اړه بریتانوي پوهانو له ساحې څخه ترلاسه شوي مواد تجزیه او تحلیل کړل او په وضاحت سره یې دا وموندل چې سارین یا سارین ته ورته ګاز کارول شوي. څرنګه چې په ملګرو ملتونو کې زموږ سفیر وویل، موږ د متحدو ایالاتو په څېر باوري یو چې په غالب ګومان دا حمله د اسد رژیم کړې ده. پر دې سربېره پر دې هم باوري یو چې یوازې د اسد رژیم د داسې یوې حملې توان لري."
دمشق او متحد یې مسکو د دې حملې په اړه وايي چې د سوریي پوځ د حکومت د وسلهوالو مخالفینو پر هغې زیرمې بمباري کړې چې کیمیاوي وسلې پهکې ساتل کېدې.
ولسمشر اسد له فرانس پرېس سره په خپله پرونۍ مرکه کې وویل چې په دې اړه بې پرې څېړنو ته به اجازه ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې د دې څېړنو له نتایجو باید سیاسي استفاده ونهشي.
له دې یو ورځ مخکې روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړهلیک ویټو کړ چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د برید په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کوله.
په پریکړهلیک کې چې د روسیې د مخالفت له کبله تصویب نهشوه، همدا راز د سوریې له حکومته غوښتنه شوې وه چې له څېړونکو سره همکاري وکړي.