د جرمني څارنوالان وايي، داسې شواهد نشته چې د دورتومند د فوټبال پر ټیم له حملې سره د هغه عراقي وګړي تړاو ثابت کړي چې نیول شوی دی.
د څارنوالانو په وینا، نیول شوی عراقی ۲۶ کلن او له داعش سره په تړاو تورن دی.
هغوd نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې څېړونکو داسې شواهد نهدي موندلي چې نیول شوي سړي د سې شنبې په ورځ په حمله کې لاس درلود.
د بروسیا دورتموند لوبډلې غړي د اروپا د فوټبال د اتلانولیګ سیالیو کې د ګډون لپاره روان وو چې په موټر کې یې درې بمونه وچاودېدل.
پهدې پېښه کې د دورتموند ټیم یو غړی او یو پولیس زخمیان شول.
د جرمني څارنوالانو ویلي چې مشکوک عراقی وګړی په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په عراق کې له داعش سره یوځای شوی و، د لسو وسله والو د یوې ډلګۍ مشري يې کوله چې په قتلونو او خلکو په تښتولو کې یې لاس درلود.
د جرمني څارنوالانو له یوې سیمه ییزې محکمې غوښتنه کړې چې د څېړنو لپاره یې په توقیف کې وساتي.