پېسکوف: د پوتین او ټېلرسن پرونۍ خبرې څه ناڅه مثبتې وې

کریملېن نن وویل چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د ولسمشرانو پوتین او ډونالډ ټرمپ د لیدنې پر امکان خبرې نه دې کړي.

پوتین او ټېلرسن پرون په مسکو کې سره وکتل.

د پوتین ویاند، ډیمیټري پېسکوف نن خبریالانو ته وویل چې د پوتین او ټېلرسن پرونۍ خبرې څه ناڅه مثبتې وې، پوتین د روسیې او امریکا د اړیکو په اړه "ډېر مهم تحلیل" وړاندې کړ او هيله یې څرګنده کړه چې نظر به یې له ولسمشر ټرمپ سره شریک شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف هم نن له ټېلرسن سره د خپلې کتنې په اړه وویل:

"په اصولو کې موافقې وشوې. موږ به ښايي د ډيالوګ د یوه مېکانېزم د پېل په عملي لارو خبرې کوو. دا په خپل ذات کې مهم کار دی ځکه په خپلو کې خبرې، په مایکروفونونو کې تر خبرو ښې دي."

پوتین ، ټرمپ او ټېلرسن پرون وویل چې د مسکو او واشنګټن اړیکو ته بد زیان رسېدلی او د دواړو خواوو ترمنځ باور ډېر کم شوی دی.