د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د کاندید وزیرانو په اړه لا هم د حکومت په داخل کې بحثونه روان دي.
د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل هڅه کېږي چې وړ او په شرایطو برابر کسان ولسي جرګې د رأیو اخېستو لپاره معرفي شي:
"د حکومت په منځ کې بحثونه روان دي، څو کابینه بشپړه شي، خو دا چې څه ډول کسانو او کومې څېرې به د کابینې غړیتوب ترلاسه کوي دا هغه بحث دی چې انتظار به ورته وکړو."
دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راپه دې خوا یو شمېر وزارتونو د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
څه موده وړاندې هم حکومتي چارواکو ویلي و چې د وزیرانو معرفي په اړه بحثونه روان دي.