فیصل: هڅه کوو د مسکو غونډه کې د سولې په اړه همغږي رامنځته کړو

په مسکو کې د جوړیدونکي غونډې په اړه افغان حکومت د سیمې له هېوادونو څخه د افغان دولت په مشرۍ د سولې له بهیره د ملاتړ غوښتنه لري.

د اجراییه رئیس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل چې دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د پالیسي او پلان رئیس اشرف حیدري کوي او د افغان لوري تمرکز به د همغږۍ په رامنځته کېدو وي.

د اجراییه رئیس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل

نوموړی وايي:

"په دې ناسته کې زموږ تمرکز په دې دی چې د سولې برخه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځه او ترڅنګ یې په دې غونډه کې موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغان حکومت د سولې له پروسې ملاتړ وکړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې مسکو د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د سیمې د هېوادونو تر منځ د یوې غونډې کوربه دی.

خو د افغانستان سټراتژیک ملګری هېواد امریکا بیا ویلي چې د دې غونډې له اجنډا معلومات نه لري او په دې غونډه کې یې د نه ګډون ویلي دي.

په ورته وخت کې د ملي شورا یو شمېر غړي د افغانستان په اړه د روسیې په نیت شک لري وايي چې روسیه د خپلو ګټو په لټه کې ده.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مرستیال سید صفي الله هاشمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، روسیه ظاهراً د افغانستان سولې ملاتړ کوي خو په حقیقت کې د افغانستان په قضیه کې خپل اهداف لټوي.

نوموړی وايي:

"ظاهراً روسیه په دې هڅه کې ده چې وښيي افغانستان کې بېلابېلې ډلې سولې ته راوبولي خو حقیقت کې غواړي د افغانستان په اړه خپل رول ولوبوي، د غربي هېوادونو لاس له دغه هېواده لنډ او پرې نه‎ږدي چې د داعش په شان تروریستي ډلې د دوی تر پولو نفوذ پیدا کړي."

له دې سره د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون غړی داود کلکاني د روسیې وروستیو اقداماتو ته په کتو وايي، دې هېواد په افغانستان کې د امریکا سره سیالیو ته زړه ښه کړی او صحنې ته له راتګ سره غواړي چې افغانستان کې د امریکا ګټې زیانمنې کړي.

روسیې له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه دوه غونډې جوړې کړي دي خو په هغو غونډو کې د افغان حکومت استازي نه وو بلل شوي.

دا هڅې له هغې وروسته کېږي چې له څه مودې راهیسې له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې د همکارۍ راپورونه او شکایتونه خپریږي خو روسیې بیا رد کړي دي.

خو د چارو کارپوهان د روسیې وروستۍ هڅې بې څه نه بولي وايي چې دا هېواد تر ډېره افغانستان کې د سیاسي نفوذ د پیدا کولو په هڅه کې دی.

لطیف نظري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"روسیه دا مهال داسې فکر کوي چې د خپل نفوذ ساحه یې بایللې او دا برخه عملاً اوس د امریکا په واک کې ده، نو د روسانو په باور په افغانستان کې باید د روسیې سیاسي نفوذ حتما موجود وي، دا په داسې حال کې ده چې روسیه نسبت پخوانیو وختونو ته اوس په افغانستان کې کم نفوذ لري."

د نړیوالو چارو بل کارپوه حمید عزیزي بیا په سیاسي برخو کې د روسیې پروګرامونه او له طالبانو سره د هغه هېواد اړیکې خطرناکې بولي وایي، دا چاره کابل د واشنګټن او مسکو تر منځ تر ګړنګ رسولای شي.

یوسف خان ځدراڼ