د افغانستان په اړه د مسکو درېیمه غونډه

په مسکو کې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه ده چې په کې د سیمې څو هېوادونه د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د دې غونډو په لومړۍ هغې کې یوازې چین پاکستان او روسیې برخه لرله چې افغانستان له دې کبله چې غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې اعتراض وکړ.

په دویمه غونډه کې یې بیا د افغانستان سربېره ایران او هندوستان ته هم بلنه ورکړل شوه.

خو د امریکا متحده ایالتونو ته لا هم بلنه نه وه ورکړل شوې.

د افغانستان په اړه د مسکو درېیمه غونډه کې چې د جمعې په ورځ جوړېږي پر یادو هېوادونو سربېره د امریکا متحدو ایالتونو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

که څه هم د امریکا متحدو ایالتونو تراوسه په دې غونډه کې د خپل استازي ګډون رد کړی.

خو روسیې چارواکو پر له‎پسې هېله ښودلې چې د امریکا متحده ایالات به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

مسکو کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټېلرسن سره تر لیدنې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف بیا هېله وښوده چې امریکا به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

لاروف په مسکو کې خبریالانو ته وویل: "افغانستان هم یوه مهمه مسئله ده."

نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې په تېرو کلونو کې بېلابېل چوکاټونه کارولي چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د ایټرټاس خبري اژانس د لاوروف له خولې زیاتوي، په دې اړه موږ د جمعې په ورځ یوه بله هڅه کوو او مسکو کې مو د افغانستان په شمول منځنۍ اسیا کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه رابللې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د امریکا متحدو ایالتونو ته مو هم بلنه ورکړې ده.

هیله لرو چې دوی به هم په دې غونډه کې په یو ډول ګډون وکړي.

د مسکو دې غونډه کې د امریکا ګډون څومره مهم او مؤثر دی؟

د نړیوالو چارو کار پوه انتظار خادم وايي، د مسکو غونډه اصلاً د روسیې هغه هڅه ده چې په یو ډول ځان د افغانستان د راتلونکې په اړه پریکړو کې شاملول غواړي.

نوموړي وویل، امریکا افغانستان کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې او د مسکو په غونډه کې یې ګډون د دې غونډې مؤثریت زیاتولای شي.

خو ښاغلي خادم وايي، پر دې سربېره هم د افغانستان لپاره مهمه دا ده چې د داسې غونډو له جوړولو څخه د مسکو نیت څه دی؟

کارپوه انتظار خادم

د یادونې وړ ده چې د هندوستان امرتسر کې د افغانستان په اړه د اسیا د زړه له کنفرانس وروسته چې په ډیسمبر میاشت کې جوړ شوی و دا د افغانستان په اړه تر ټولو لویه نړیواله غونډه ګڼل کېږي.

په غونډه کې د چین، هندوستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازې برخه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسۍ او سټراټیژۍ عمومي رئیس اشرف حیدري په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي.