د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې له ایران سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي.
د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، مخکې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۱،۵ میلیارډه ډالره وه خو اوس ۲ میلیارډو ډالرو ته پورته شوې ده.
ښاغلي پسرلي له ایران سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د زیاتولو علت له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو خرابوالی، پر ایران د تحریمونو لېرې کول او دغه راز د دواړو حکومتونو ترمنځ ښه روابط یادوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې اوس مهال زیات شمېر خوراکي توکي، میوې، سبزي، پلاستیکي توکي او ساختماني مواد له ایرانه افغانستان ته واردیږي.