فیصل: حکومت اراده نلري چې ټول انتخابات دې یوځای ترسره شي

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، حکومت اراده نه لري چې د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات یوځای ترسره کړي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن کابل کې خبریالانو ته وویل، انتخابات د ولس او نړیوالې ټولنې غوښتنه او حکومت یې ترسره کېدو ته بشپړ ژمنتیا لري.

ښاغلي فیصل زیاته کړه، حکومت د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره یو ځای کار کوي، څو په روان لمریز کال کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات وکړي.

له دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر استازو ویلي وو، حکومت پلان لري چې د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورګانو انتخابات یوځای ترسره کړي.