د بوسنیايي سربانو پولیسو د کرویشیا یو متقاعد جنرال انټې ګوتو وینا د پخوانۍ یوګوسلاویا د کورنۍ جګړې پر مهال د ملکي خلکو پرضد په جنګي جنایت تورن کړی دی.
دا پخوانی جنرال له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵ میلادي کاله د بوسنیا هرزګووینا د جګړې پر مهال د خلکو په وژلو او بشري ضد جنایتونو تورن دی.
د بوسنیا د سیمه ییزو پولیسو یوې ویاندې ویلي چې د لوی څارنوال په دفتر کې پر یوه وګړي د بشري ضد جنایتونو عرض ثبت شوی خو د تورن وګړی نوم یې نه دی اخیستی.
د بوسینا کورنیو مطبوعاتو ویلي چې دا وګړی انتې ګوتووینا دی.
د ملګرو ملتونو یوې محکمې انتې ګوتووینا په کرویشیا کې د سربانو پر ضد په جنګي جنایتونو تورن کړی و خو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې يې په ضمانت خوشې کړ.
د هاګ محکمې هغه په پېل کې په ۲۴ کاله زندان محکوم کړی و.
د بالکان په حوزه کې له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۵ په جګړه کې ۱۳۰ زره کسان ووژل شول چې سل زره یې یوازې په بوسنیا کې وو.