د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد یې له روسیې سره "جوړجاړی" نه لري او د امریکا او واشنګټن اړیکې، تر بل هر وخت په تر ټولو ټيټه کچه کې دي.
ټرمپ دا خبرې پرون چهارشنبه تر هغه وروسته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل، په سپینه ماڼۍ کې وکړې.
ولسمشر ټرمپ پرون د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په خبري غونډه کې وویل چې له روسي لوري سره د ټېلرسن پرونۍ خبرې ښايي تر هغه چې مخکې یې توقع کېده ، ښې وې:
"زه غواړم چې زموږ د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د هغو اغېزمنو هڅو یادونه وکړم چې د ناټو تړون د پیاوړتیا لپاره یې کړي او همدا راز د امریکا او د هغې د متحدانو د امنیتي ګټو د څرګندولو لپاره روسیې ته د هغه د سفر ستاینه هم کوم. هغه فوق العاده کار وکړ. "
هغه هيله څرګنده کړه چې له پوتین سره اړیکې به ښې کړي او زیاته یې کړه چې راتلونکې وخت ته به ګوري.
ټرمپ وویل، د نړۍ د دوو سترو قدرتونو اتحاد به فوق العاده خبره وي خو اوسمهال، ښايي واقعیت بدل دی.