پاول راین د کانګرس د یوه پلاوي په مشرۍ اروپا ته ځي

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس مشر پاول راین چې جمهوري غوښتونکی دی، راتلونکې اوونۍ د کانګرس د یوه پلاوي په مشرۍ اروپا ته ځي او د ناټو تړون د غړو هېوادونو له مشرانو سره ګوري.

د امریکا دکانګرس غړي به په دې سفر کې بریتانیې، ناروې، پولنډ او استونیا ته ولاړ شي او د هغو هېوادونو له پوځي او سیاسي مشرانو سره به پر هغو امنیتي ګواښونو خبرې وکړي چې اروپا ورسره مخامخ ده.

د پاول راین دفتر پرون وویل چې دا پلاوي به له اروپايي مشرانو سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې وکړي.

پاول راین چې د امریکا د کانګرس د استازو مجلس تر ټولو قدرتمند غړی او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له متحدانو دی، اروپا ته په سفر کې د استازو مجلس د پوځي خدمتونو د کمېټې له مشر مک تورنېري، د کانګرس له څلورو جمهوري غوښتونکو او دوو ډیموکراټانو سره ملګری دی.

پاول راین به د را روانې چهارشنبې په ورځ په بریتانیه کې د پالیسي جوړونکو په یوه څېړنیز مرکز "پالیسي اېکسچېنج " کې وینا هم وکړي.

ناټو تړون د پولنډ او استونیا په ګډون، د اروپا ختیځ کې خپل حضور پیاوړی کړی چې هدف یې د هغو اندېښنو لرې کول دي چې له اوکراینه د کریمیا د جلا کولو په ګډون، په ختیځه اروپا کې د روسیې د خصمانه پالیسيو له امله رامنځ ته شوي دي.