غزني چارواکي: د مقر ولسوالۍ ۷۰ سلنه له طالبانو تصفیه شوې

د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي د دغه ولایت مقر ولسوالۍ ۷۰سلنه له وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه شوې ده.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍکې تېره ورځ د شمشاد په نوم عملیات پیل شوي و چې پر مهال يې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ ۷۰سلنه له وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه شوي.

نوموړی وايي چې دغه ولایت کې وسله‎والو طالبانو د جګړې توان له لاسه ورکړی او زیات شمېر سیمې يې پرته له جګړې پريښي دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

داپه داسي حال کې ده څه موده وړاندي ددغه ولایت امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د۴۵وسله والوطالبانو دوژل کیدو خبره ورکړي وه.