روسیې د ملګروملتونو امنیت شورا ته د سوریې په اړه تازه وړاندې شوې مسوده رد کړه.
دا مسوده چې لویدیځ یې ملاتړ کاوه، په سوریه کې د تېرې اوونۍ د کیمیاوي وسلو د استعمال په ارتباط وه.
پرون دې مسودې ته چین د ایتوپیا او قزاقستان په څېر ممتنع رأیه ورکړه.
۱۰ هېوادونو د دې مسودې ملاتړ وکړ او بولیفیا د روسیې په شان دا مسوده رد کړه.
دا اتم ځل دی چې روسیه په امنیت شورا کې د ویټو له حقه استفاده کوي او د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پرضد مسوده ردوي.
دمشق او مسکو ادعا کوي چې د سوریې د یاغیانو تر واک لاندې ښار کې ټاکسک ګاز هغه وخت ملکیان ووژل چې د اپریل په څلورمه حکومت د یاغیانو تر واک لاندې د کیمیاوي وسلو یوه ډیپو بمباري کړه.
لویدیځ هېوادونه دا ادعا ردوي او وایي چې د بشارالاسد رژیم کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي.