د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل چې برلین دې ته چمتو دی چې له اروپایي ټولنې سره د سربیا د یوځای کیدو ملاتړ وکړي.
سیګمار ګابریل زیاته کړه چې د بالکان دغه هېواد باید د دې لپاره اصلاحاتو ته ادامه ورکړي او هڅې وکړي چې له کاسوو سره اړیکې ښه کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د سربیا له منتخب ولسمشر الکساندر وچېچ سره په بلګراد کې پرون تر لیدو وروسته دا خبره هم وکړه چې سربیا په سیمه کې د ثبات عامل شوې ده.
کاسو په دوه زره اتم کال کې له سربیا خپلواکي اعلان کړه او د نړۍ یو سل او څوارلس هېوادو په رسمیت پیژندلې ده خو بلګراد یې لا هم په رسمیت نه پيژني.