د افغانستان د ملي دفاع وزیر او ورسره پوځي پلاوی له هراته کابل ته ستون شو. دغه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د ظفر قول اردو د ځواکونو د لیدنې لپاره هرات ته تللی وو.
په دې سفر کې له عبدالله حبیبي سره د ملي دفاع د وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري هم ملګری و.
جنرال وزیري د دې سفر د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"هلته د پسرلي لپاره تدبیرونه ونیول شول. د پسرلي په موسم کې که جګړه دوام کوي څرنګه تدابیر ونیسي او ځینې سیمې باید له مخالفینو پاکې کړي."
هرات ته له دفاع وزیر سره د ستر درستیز د کشف او استخباراتو د ریاست سرپرست برید جنرال دین محمد او د ستر درستیز د اُپراسیون ریاست مرستیال برید جنرال نجیب الله علیزی هم ملګري و.