په مسکو کې د افغانستان سفارت د روسیې انټرفکس اژانس ته ویلي دي چې سبا به د مسکو په غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسي او سټراټیژي د څانګې مسؤل اشرف حیدري وکړي.
د کوربه هېواد ترڅنګ به د منځنۍاسیا پنځه هېوادونه، چین، ایران، پاکستان او هند په سبانۍ غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړېږي برخه واخلي.
امریکا ته هم روسیې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو امریکا په دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې.
په فبروري میاشت کې په مسکو کې په ورته غونډه کې د شپږ هېوادونو استازیو برخه اخیستې وه.