هیلې: روسیه د سوريې د ولسمشر پر کړنو سترګې پټوي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وویل، روسیه له اوږدې مودې راهیسې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد پر کړنو سترګې پټوي.

نیکي هیلې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته پرون وویل:

"خپلو روسي همکارانو ته وایم، هر ځل چې د اسد یوه الوتکه پر ملکیانو بیرلي بمونه غورځوي، یا اسد هڅې کوي چې یوه بله ټولنه تر مرګه وږې کړي، تاسو له نړیوالې ټولنې ځان منزوي کوئ."

هیلې زیاته کړه چې موږ کولای شو د ډیپلوماسي په مرسته د سوریې شپږ کلنه جګړه پای ته ورسوو.

تردې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ګیندي ګاتیلوف انټرفکس خبرې اژانس ته ویلي و چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سوریې د تېرې اوونۍ د کیمیاوي وسلو د ادعا په اړه د پریکړه‎لیک مسوده په اوسنۍ بڼه د منلو نه‎ده.