د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس وايي، امریکا به کله هم له روسیې سره همنظره نه وي او اړیکې یې ښايي د ټولو وختونو په نسبت په ټيټه کچه وي.
ډونالډ ټرمپ دا خبرې وروسته له هغه په سپینه ماڼۍ کې وکړې چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د لومړي ځل لپاره د ټرمپ د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي په توګه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل.
ټرمپ د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په سپینه ماڼۍ کې په ګډه خبري غونډه کې د ټیلرسن او پوتین خبرې ښې او تر انتظار لوړې وبللې.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې د روسیې د متحدې سوریې په رژیم د دې لپاره سخت انتقادونه روان دي چې په عامو خلکو د کیمیاوي وسلو د کارونې تور پرې لګیدلی دی.
په مسکو کې د ټیلرسن او سرګي لاوروف تر منځ له لیدنې وروسته ښاغلي ټیلرسن رسنیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې په یوه ټیټه کچه کې دي:
"موږ د امریکا او روسیې د روابطو په اوسني وضعیت خبرې وکړې. ما دا څرګنده کړه چې د امریکا او روسیې اړیکې په ټیټه کچه کې دي. زموږ دوو هېوادونو تر منځ اعتبار کم دی. د نړۍ دا دوه اټمي مخکښ هېوادونه داسې سړې اړیکې نه شي لرلی."
ټیلرسن له لاوروف سره په ګډه په دې خبري کنفرانس کې خبریالانو ته د خپلې ناستې په اړه څرګندونې کولې.