چین د شمالي کوریا اټمي پروګرام ختمولو کې همکاري کوي

چین اماده دی چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د ختمولو په برخه کې له متحده ایالاتو سره کار وکړي، خو وایي، دوی د شخړو د هواري د سوله ییزې لارې غوښتونکي دي.

دا خبره د چین ولسمشر شي جین پینګ نن د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ټلیفوني خبرو پر مهال وکړه.

د ولسمشر شي دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ولسمشر ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې چین باید د دې موضوع په برخه کې لا ډېر کار وکړي او که نه واشنګټن به په یوازي سر مخته ولاړ شي.

د پیکنګ دا څرګندونې داسې مهال شوي چې په سیمه کې د الوتکو لېږدوونکو کښتیو او همزرګونو امریکایي او جنوبي کوریا ځواکونو ځای پرځای کېدل چې ټانکونه او نورې درنې وسلې ورسره دي اندېښنې راپورته کړي دي.

دغه ځواکونه به بیساري لوی پوځي تمریونه ترسره کړي.